د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د اته زونو معرفي

 

د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د اته زونو معرفي

د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د ۱۴۰۰ کال په تشکیل کې اته زونونه شتون لري چې له دې اته زونو څخه درې زونونه یې د ۱۳۹۹ کال په تشکیل کې ډیر شول او پنځه زونونه یې په تېرو کلونو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په تشکیل کې د سیندیزو حوزو تر اغېز لاندې فعالیت در لودل. د اوسني زونو په تشکیل کې ۷۲ بستونه شته چې له هغې ډلې څخه ۲۳ بستونه يې ډک او ۴۹ بستونه یې تش دي او په هر زون کې نه بستونه شتون لري.

 

د هر زون په تشکیل کې دا لاندې بستونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:

۱- یو دریم رتبه بست ( آمریت)

۲- یو څلورم رتبه بست

۳- دوه اووم  رتبه بستونه

۴- او دوه اتم رتبه بستونه

هغه درې زونونه چې د ۱۳۹۹ کال په تشکیل نوي ډیر شوي په لاندې ډول دي:

۱- ختیځ زون(کنړ): د لاندې ولایتونو څخه جوړ شوی؛

کنړ، نورستان او لغمان

۲- سویل ختيځ زون(پکتیا):  سویل ختیځ زون له همدي لاندې ولایتونو څخه جوړ شوی؛

پکتیا، لوګر، خوست او پکتیکا

۳- د مرکز زون(بامیان): د مرکز زون د لاندې ولایتونو څخه جوړ شوی؛

بامیان، میدان وردګ، دایکندي او غور.

 

هغه زونونه چې د تېرو کلونو په تشکیل کې شتون در لوده عبارت دي له:

د پایتخت زون (کابل): د پایتخت په زون کې دا لاندې ولایتونه شتون لري؛

کابل، ننګرهار، کاپیسا، پروان او پنجشیر.

۲- لویدیځ زون( هرات): په لویدیځ زون کې همدا ولایتونه شتون لري؛

هرات، بادغیس او فراه

۳- شمال زون( مزار):  شمال زون له بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو څخه جوړ شوی دی.

۴- شمال ختیځ زون( کندز): دا لاندې ولایتونه په شمال ختیځ زون کې شامل دي؛

کندز، تخار، بغلان او بدخشان

۵- سویل زون( هلمند): سویل زون د لاندې ولایتونو څخه تشکیل شوی؛

هلمند، قندهار، نیمروز، ارزګان، زابل او غزني.