د کابل ښار ۱۵ میګاواټه روفتاب پروژې څخه د ۳/۹میګاواټه پروژې مقدماتي مطالعه او تخنیکي ډیزاین بشپړ شوی دی

publication
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۹
10/8/2012

 

 

دا پروژه چې د روفتاب ۱۵ میګاواټه پروژې یوه برخه ده د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې له خوا د آلمان د همکاریو دفتر (GIZ) په ۴/۸ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت سره په ۹ دولتي ادارو کې پلی شوی دی.

په هغه غونډه کې چې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس، ډاکټر داود میرزایي او د کابل ښار ۱۵ میګاواټه روفتاب اړوند مسئولانو په شتون کې جوړه شوه، د دې پروژې مسئولانو خپل د فعالیتونو راپور یې د دې ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل.

د کابل ښار ۱۵ میګاواټه روفتاب پروژه د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې له خوا د آلمان د همکاریو دفتر په مالي مرستې سره پرمخ بېول کېږي. د پروژې دا برخه له درې ونیم تر څلور کالو وروسته، پانګه شوي پيسي بشپړوي او له هغه وروسته دولتي ادارې له وړیا برېښنا څخه ګټه اخلي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د کار په مقابل کې غذا د پروګرام له لارې د اوبو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه

 

دا جلسه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر تر رهبرۍ لاندی د دې وزارت رئیسانو او یو شمیر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې د ساحوي ټیمونو، پروژو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د‌ اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ايران اسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل

 

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطيف منصور په خپل کاري دفتر کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير ښاغلي بهادر امينيان سره وکتل.

 په دې ليدنه کې چې د دواړه هيوادونو د دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال په کابل ولایت کې د کارموندنې، د خوړو کموالي څخه د مخنیوي او دفقر کچې کموالي برنامې کې ګډون وکړ

 

په کابل ولایت کې د کارموندنې، د خوړو کموالي څخه د مخنیوي او دفقر کچې کموالي برنامه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال، د کرنې او اوبو لګونې وزارت سرپرست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت. . .

BACK TO NEWS