د برېښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون مسوده چمتو شوي ده

publication
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۱۷
18/7/2021

 

د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د برېښنا انرژۍ قانون مسوده يې په هیواد کې د برېښنا انرژۍ امنیت د ښه والي، ډاډمنه، لویه وړتیا لرونکي او تلپاتي برېښنا انرژۍ ته لاسرسۍ، د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژۍ وړتیا پراختیا، د برېښنا انرژۍ سکټور کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅونه ، د سیمه یېزې بریښنا انرژۍ سوداګرۍ کې د هیواد رول لوړول، د برېښنا انرژۍ مارکیټ کې پراختیا او ورڅخه څارنه، د نوي کیدو وړ انرژۍ ونډې د لوړولو لپاره د برېښنا انرژۍ سکټور کې تلپاته پراختیاپه موخه چمتو کړي ده.

د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره د برېښنا انرژۍ قانون مسوده يې د برېښنا انرژۍ حکومتولۍ کې ښه والی ، د برېښنا انرژۍ بنسټونو کې پراختیا، د هیواد په سطحه د برېښنا انرژۍ مارکیټ تنظیم ،د با کیفیته او لویه وړتیا لرونکې برېښنایې خدمتونو وړاندې کولو په موخه چمتو کړي ده.

د برېښنا انرژۍ قانون مسوده چې ۱۷ فصلونه او ۸۸ مادې لري د منظورۍ طی مراحلو لپاره عدلیې وزارت ته لېږل شوي ده.

د یادولو وړ ده، چې د دې قانون په نافذیدو سره دبرېښنا انرژۍ پخوانی قانون لغوه کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د کار په مقابل کې غذا د پروګرام له لارې د اوبو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه

 

دا جلسه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر تر رهبرۍ لاندی د دې وزارت رئیسانو او یو شمیر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې د ساحوي ټیمونو، پروژو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د‌ اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ايران اسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل

 

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطيف منصور په خپل کاري دفتر کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير ښاغلي بهادر امينيان سره وکتل.

 په دې ليدنه کې چې د دواړه هيوادونو د دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال په کابل ولایت کې د کارموندنې، د خوړو کموالي څخه د مخنیوي او دفقر کچې کموالي برنامې کې ګډون وکړ

 

په کابل ولایت کې د کارموندنې، د خوړو کموالي څخه د مخنیوي او دفقر کچې کموالي برنامه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال، د کرنې او اوبو لګونې وزارت سرپرست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت. . .

BACK TO NEWS