د بیرغ ملي ورځې په مناسبت د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس، ډاکټر داود میرزایي د مبارکۍ پيغام

publication
Thu, Jul 29 2021 12:31 PM

 

لومړۍ د افغان امنیتي او دفاعي زړه وړو سرتیرو څخه مننه کوم، چې خپل د وینې په بیې سره د هیواد د استقلال، ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا لپاره یې شب او ورخ د جګړو په مورچلو کې ځانونه یې قرباني کړي او د هیواد ویاړلي بیرق څخه یې ساتنه کړي او هسک يې ساتلی.

درنو هیوادوالو،زمونږ د هر یوه دنده او مسئولیت ده چې د هیواد ملي ارزښتونو ساتنې په برخه کې رښتنې هڅې وکړو.

هیله مندیم چې د سولې لپاره روانې هڅې پایلې ته و رسیږي، ترڅو د هیواد درې ګونې بیرغ تر سیورې لاندې سوله ییز ژوند چمتو شي او لا تر پخوا  په خپل ګران هیواد کې د ودې او غوړیدا شاهدان و اوسو.

د هیواد د زړه وړو خلکو  لپاره  د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې رامنځته کیدو په هیله!

د زمري اوومه، د ملي بیرغ ویاړلي ورځ، چې د افغانستان د ټولو خلکو د یوالي، هویت او غرور نښه ده، ټولو هیوادوالو ته مبارکۍ وایم.

د ګران افغانستان درې ګونې بیرغ دې تل هسک او تلپاته وي!

په درنښت

ډاکټر داود میرزايي

د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس

 

 

 

 با احترام 

داکتر داود میرزایی

رئیس عمومی اداره تنظیم خدمات انرژی